د امريکا کانګرېس د سپتمبر په ۳۰مې نېټې د دغه هېواد د فدرالي ادارو د تړل کېدو د مخنيوي لپاره د لنډمهالې بودجې طرحه تصويب کړې او له حکومت سره يې مالي مرسته کړې چې فعاليتونه يې د نومبر تر ۱۷ مې پورې دوام ولري.
د امريکا ولسمشر جو بايډن د همدې ورځې په شپه د کانګرېس ياده مصوده په داسې وخت کې لاسليک کړه، چې د فدرالي حکومت د ۲۰۲۳م مالي کال پای ته څه کم يو ساعت پاتې و.