په افغانستان کې د چين لوی سفير جاو شينګ پر افغان رسنۍ ليکنه خپره کړه
CMG2023/10/02 12:24:34
شريکول:

په افغانستان کې د چين لوی سفير جاو شينګ د اکتوبر په لومړۍ نېټې د افغانستان په انګلیسي ورځپاڼه(Heart of Asia) کې د «د بشر د ګډ برخليک ټولنې ابادي او د چين او افغانستان د اړيکو نوې پاڼه» تر عنوان لاندې يوه لیکنه خپره کړه او مکمل متن يې په پښتو هم ژباړل شوی او دلته يې لوستلی شئ:

سږ کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د مفکورې د وړاندې کېدو ۱۰ مه کليزه ده. رئيس شي جین پېنګ لس کلونه وړاندې د نړۍ د وضعيت احتمالي بدلونونه وڅارل او د روسيې د مسکو د نړيوالو اړيکو پوهنځي کې يې د خپلې وينا پر مهال په لومړي ځل د بشر د ګډ برخليک ټولنې په اړه مفکوره مطرح کړه، دغه راز د نړيوال وضعيت، زمانې او تاريخ د بدلونونو پر وړاندې د بشر د پرمختګ د لوري په اړه يې نظرونه او پلانونه بيان کړل چې د چين مسئوليت منونکې رويه ترې څرګنده شوې ده.

له تېرو لسو کلونو راهيسې د بشر د ګډ برخليک ټولنې د مفکورې د عملي کېدو لړۍ روانه ده او مخ پر غني کېدو ده. دغه مفکوره نه يوازې د پرله پسې شپږو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې لخوا په خپلو پرېکړه ليکونو کې درج شوې، بلکې د شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس هېوادونو په ګډون د يو شمېر څواړخيزو ميکانيزمونو لخوا په خپلو پرېکړه ليکونو او اعلاميو کې هم ياده شوې او د نړيوالې ټولنې لخوا منل او تایید شوې ده. د دغې مفکورې له مخې، د هر قوم، هر هېواد او هر کس سرنوشت او برخليک يو په بل نږدې تړلی دی او ستونزې يې په ګډه هواروي او ویاړنه او شرمونه يې شريک کوي. د دغې مفکورې په رڼا کې ځمکنۍ کره چې انسان پکې ژوند کوي، يوه لويه کورنۍ بلل شوې او سوله، پرمختګ او ښه ژوند د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ګډه هيله ګرځېدلې ده.

رئيس شي جین پېنګ له تېرو لسو کلونو راهيسې د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره يو لړ عملي لارې او پلانونه وړاندې کړي دي. نوموړي د “یو کمربند او یوې لار “، نړيوال پرمختګ، نړيوال امنيت او نړيوال تمدن وړانديزونه مطرح کړي چې په عملي کېدو سره يې د بشر د ګډ برخليک ټولنې مفکوره هم په ښه او رښتيني ډول پلې شوې او د چين د عصري پرمختګ ګټې نورو هېوادونو ته رسېدلې دي.

د نړيوال پرمختګ وړانديز د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د تلپاتې پرمختیا له اجنډا سره ډېر نږدېوالی لري او د افغانستان په ګډون د ډېرو پرمختيايي هېوادونو له هيلو سره سمون لري. د نړيوال امنيت وړانديز د نړۍ د عام امنيت د ساتلو لپاره مطرح شوی او هراړخيز تدابير پکې بیان شوي، دغه راز پر همکارۍ ټينګار او د دوامدار خوندیتوب د ساتلو هڅه کوي، چې له نړیوالو امنيني ننګونو سره د مقابلې لپاره يې بصیرت ورکړی دی. د نړيوال تمدن وړاندیز له مخې هېوادونه دې د نړۍ د تمدنونو تنوع  ته درناوی وکړي او د مختلفو تمدنونو ترمنځ متقابلې زده کړې ته دې زمینه برابره کړي. ياد درې نړيوال وړانديزونه يو په بل تړلي او د نړیوال پرمختګ، امنيت او تمدن په دريو برخو کې د بشر د ګډ برخليک ټولنې مفکورې پلي کول تضمينوي.

اوسمهال په نړۍ کې داسې لوی بدلونونه رامنځته شوي چې په تېرو سلو کلونو کې يې  ساری نه و، دغه راز ځينې پخوانۍ ستونزې نه دي هوارې شوې او نوې ستونزې  بيا رامنځته کېږي. انسانان له بې ساري ننګونو سره مخامخ دي او د لرې کولو لپاره يې د بشر د ګډ برخليک ټولنې مفکورې عملي کول ډېر مهم دي. د چين حکومت د تېر سپتمبر په ۲۶ مې نېټې «د بشر د ګډ برخليک ټولنې ګډه ابادي: د چين وړانديزونه او عملونه» سپين کتاب خپور کړ او د يادې مفکورې د مانا او د عملي کېدو د لاسته راوړنو په اړه يې معلومات ورکړل.

په دغه سپين کتاب کې راغلي، د بشر د ګډ برخليک ټولنې ابادي هم يوه ډېره ښه هيله ده او هم يوه داسې پروسه ده چې د نسل په نسل خلکو دوامدارو هڅو ته اړتيا لري. که هېوادونه يو موټي شي، د انسانانو ګډې ګټې تر ټولو لوړې وګڼي او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پر سم لوري روان وي او په ګډه يې پلانونه جوړ او عملي کړي او دوامدارې او نه ستومانه کېدونکې هڅې وکړي، نو د بشر لاښه راتلونکی به هرومره جوړوي.

چين او افغانستان له زرګونو کلونو راهيسې دوستانه اړيکې او ګاونډيتوب ساتلی او سرنوشت يې د تاريخ تر هر بل وخت نږدې شوی دی. چين غواړي له افغانستان سره په ګډه د نړۍ د پرمختګ او سمسورتيا لپاره هڅې وکړي، نړيواله سوله او خونديتوب وساتي، د تمدن په برخه کې يو له بل څخه زده کړه وکړي، د بشر د پرمختګ، امنيت او تمدن د پرمختګ ګټې شريکې کړي او د ګډ برخليک نږدې ټولنه جوړه کړي، خپلمنځي دوستۍ ته دوام ورکړي او د دوستانه اړيکو نوې پاڼه پرانيزي. دغه راز چين به د خپل پرمختګ له لارې افغانستان، سيمې او آن نړۍ ته نوي فرصتونه برابر کړي او د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره به زيات خدمتونه وکړي.