بريتانيا د اټومي انرژۍ اوبتل جوړوي
CMG2023/10/02 11:17:58
شريکول:

د بريتانيا دفاع وزير ګرانټ شاپس د اکتوبر په لومړۍ نېټې د دغه هېواد د واکمن محافظه کار ګوند کلنۍ غونډې ته په وينا کې ويلي، چې وزارت يې له يوې بريتانوي تصدۍ سره تړون لاسليک کړی او په پام کې لري، يو داسې اوبتل جوړ کړي، چې د اټومي انرژۍ په ځواک وچليږي او بريد وکړای شي.

 نوموړي دغه اوبتل د بريتانوي سمندري ځواکونو بې ساری ځواکمن اوبتل ياد کړی دی.

د برتيانيا حکومت د ياد تړون عمومي ارزښت ۴ ميليارډه پاونډه ښودلی دی.