اردوغان: ترکي ځواکونه به ترهګریز بریدونه شنډوي
CMG2023/10/02 10:18:51
شريکول:

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکتوبر په لومړۍ نېټې پارلمان ته په وينا کې ويلي، چې ترهګريز بريدونه د هېواد سوله او عامه امنيت ګواښي او امينتي ځواکونه به يې په ټول توان مخه نيسي.

اردوغان په همدې ورځ په پلازمینې انقرې کې د پروني بمي بريد په غبرګون کې ويلي، چې هېواد يې په تېرو ۴۰ کلونو کې له ترهګرۍ سره په مبارزې کې ډېرې هڅې او قربانۍ ورکړي او د ترهګرۍ ضد او د اخري ترهګر له منځه وړلو پورې به مبارزې ته دوام ورکړي.

دوو بريدګرو د اکتوبر د لومړۍ نېټې په سهار شاوخوا ۹ بجې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د عمومي امنیتي ادارې دروازې کې بريد وکړ، چې له امله يې دوه پولیس ټپيان شوي دي.