د اندونيزیا ولسمشر جوکو ويدودو د اکتوبر د ۲مې نېټې په سهار د پلازمېنې جاکارتا په هاليم سټېشن کې د جاکارتا ـ باندونګ چټک اورګاډي رېلپټلي په رسمي توګه پرانېستله.
د جاکارتا ـ باندونګ ريلپټلي ۱۴۲،۳ کيلومتره اوږدوالی لري او چټک اورګارډی پرې په ساعت کې ۳۵۰ کيلومتره مزل کولی شي.
دغه رېلپټلي د اندونيزيا له پلازمېنې جاکارتا څخه تر مشهور سيلانيز ښار باندونګ پورې غځېدلې او د چين او اندونيزيا په ګډې همکارۍ بشپړه شوې ده.