د چين او جرمني لوړپوړی مالي ډيالوګ ترسره شو
CMG2023/10/02 10:12:32
شريکول:

د چين او جرمني ترمنځ درېيم لوړپوړی مالي ډيالوګ د اکتوبر په لومړۍ نېټې د جرمني په فراکفورټ ښار کې ترسره شو.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د دغه ډيالوګ د ميکانيزم چيني مسئول هه لي فنګ او د جرمني ماليې وزير او د ياد ميکانيزم جرمني مسئول ليندنير په ګډه د دغه ډيالوګ مشري کړې ده.

هه لي فنګ په خپلو خبرو کې ويلي، چې هېواد يې غواړي له جرمني سره په ګډه د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقې په ښه توګه پلې او خپلمنځي ګټورې همکارۍ ورسره پیاوړې کړي او خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته يې زیاتې مثبتې انرژۍ ورکړي.

دواړو مسئولينو د اقتصادي وضعيت، د نړيوال اقتصاد د مديريت، د چين او جرمني ترمنځ د مالي چارو د همکاريو په اړه د نظريو تبادلې کړي او په يو لړ موضوعاتو يې هوکړې کړې دي.

دوی د ياد ډيالوګ په څنډه کې د چين او جرمني ترمنځ د پولي چارو د ګردي مېز په ناستې کې هم ګډون کړی و.