د ټوپک تاوتریخوالی په امريکا کې تر ټولو ډېر د ماشومانو ژوند اخلي
CMG2023/10/03 10:48:51
شريکول:

د ټوپک تاوتریخوالی په امریکا کې یو داسې ناورین دی، چې تر ټولو ډېر پکې ماشومان قرباني کیږي.

د امریکا د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز تازه ويلي، چې په دغه هېواد کې د ټوپک تاوتريخوالي کې ډېر کسان وژل کيږي، چې اکثره يې ماشومان او تنکي ځوانان دي.

ياد مرکز ويلي، چې په امريکا کې په ټرافیکي پیښو کې هم ډېر کسان ژوند له لاسه ورکوي، خو د ټوپک تاوتریخوالي د قربانيانو شمېر يې ترې لوړ بللی دی.

 د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز مالومات ښيي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په دغه هېواد کې ۲۲۷۹ ماشومان او ځوانان د ټوپک له امله وژل شوي دي، چې دغه شمېر په تېرو ۱۰ کالونو کې د ورته شمېر په پرتله دوه چنده زيات شوی او له ۲۰۱۹م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، یعنې په درېیو کالونو کې بیا، دغه شمېر ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د امریکا "د ټوپک تاوتریخوالي ارشیف" شمېرې ښيي، چې په روان کال کې د اکتوبر تر ۲مې نېټې پورې په امریکا کې د ټوپک د ډزو له امله ۳۲۵۶۶ کسان وژل شوي دي.