د فضايي چلند نړيوالې اکاډمۍ د چين د سپوږمۍ د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين کاري ډلې ته جايزه ورکړه
CMG2023/10/03 15:11:49
شريکول:

د فضايي چلند نړيوالې اکاډمۍ مشر سچوماچير د اکتوبر په لومړۍ نېټې د اذربايجان په پلازمينې باکو کې د فضايي چلند د ۷۴مې نړيوالې غونډې په څنډې کې د چين د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين کاري ډلې ته د لاورينس ټيم په نوم جايزه ورکړې ده.

د چين د سپوږمۍ د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين کاري ډلې لوی طراح  هوو هاو او نورو څو غړو د ټولو په استازيتوب د جايزې ورکولو مراسمو کې ګډون کړی و.

هوو هاو ويلي، چې د چين د چانګ عه پنځم نمبر اکتشافي ماشين له سپوږمۍ خاوره راوړې او ډېر ژر به یې نړيوالو څېړنو ته وړاندې کړي.