چین په هايتي کې مجرمينو او ورانکارو ډلو ته د وسلو د بنديز پر اهميت ټينګار وکړ
CMG2023/10/03 10:38:11
شريکول:

امنيت شورا په يوه پرېکړه ليک کې څو هېوادونو ته اجازه ورکړې، چې هايتي ته امنيتي او مرستندويه ډلې وليږي.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په دوهمې نېټې د هايتي مجرمينو او ورانکارو ډلو ته د وسلو د بنديز پر اهميت ټينګار کړی دی.

ملګرو ملتونو د چين په ټينګې غوښتنې او د امنيت شورا د اکثروغړو په ملاتړ د چين نظريه منلې او په يوه پرېکړه ليک کې يې له ټولو هېوادونو څخه غوښتي، چې د هايتي د مجرمينو او ورانکارو ډلو لپاره د کوچنیو وسلو او مهماتو د تر لاسه کولو سرچېنې هم له منځه یووسي.

جانګ جون د امنیت شورا ياده پرېکړه مهمه بللې او په وينا يې، که داسې ورته پرېکړه مخکې شوې وای، نو ښايي په هایتي کې به امنیتي وضعیت تر اوسنۍ کچې نه وای خراب شوی.

نوموړي ټول هېوادونه مسؤل بللي، چې د امنيت شورا ياده پرېکړه په عمل کې پلې کړي او په هايتي کې د مجرمينو او ورانکارو ډلو د مخنيوي او د خلکو د ژوند او خونديتوب د ساتلو لپاره خدمتونه وکړي.