د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د اکتوبر په دوهمې نېټې د اوکراين په پلازمېنې کيف کې تر سره شوې ده.
دا لومړی ځل و، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په يوه داسې هېواد کې، چې د يادې ټولنې غړيتوب نه لري، ترسره شوه.
يادې غونډې ته د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ لوړپوړي استازي بوریل ویلي، چې اروپايي ټولنه له اوکراین سره د نوي مالي ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي او اوکراين ته د دغې ټولنې د غړيتوب ورکولو په لارو چارو به غور وکړي.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر کولیبا باور ښودلی، چې ياده غونډه به د اروپا د یو ځای کولو بهیر چټک کړي.
په اروپايي ټولنې کې د روسيې ځانګړي استازي باروسو ياده غونډه سياسي ننداره بللې او دغه ټولنه يې د اوکراين په مسئلې کې ډېره کمزورې او ناتوانه ياده کړې ده .