د چين د ملي جشن په رخصتۍ کې د سيلانيزو چارو ګرمه څپه
CMG2023/10/03 11:33:48
شريکول:

په چين کې د سپوږمۍ اختر او ملي جشن د لمانځنې لپاره د سپتمبر له ۲۹مې نېټې څخه د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې اته ورځنۍ رخصتي ده، چې دا موده د چينايانو لپاره له خپلوانو او ملګرو سره د لېدنې او د سفرونو ښه فرصت بلل کيږي.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې، د دغې رخصتۍ په لومړيو درېيو ورځو کې په دغه هېواد کې د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۵،۸ سلنه زياتوالی ښيي او ۳۹۵ ميليونو تنو ته رسېدلی دی او په ورته

وخت کې د کورنيو سيلانيزو چارو عوايد يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۲۵،۳ سلنه زياتوالی ښيي او ۳۴۲ ميليارډو او ۲۴۰ ميليونو يوانو ته رسېدلي دي.

بهرنيو خبري رسنيو هم په چين کې د چينايانو د سيلانۍ د شوق او ذوق د لوړوالي په اړه خبرونه ورکړي او ويلي يې دي، چې د چين د سيلانيزو چارو ګرمه څپه به د دغه هېواد ملي اقتصاد ته پرمختګ ورکړي.

رويټرز خبري اژانس ويلي، چې په چين کې د سپتمبر په ۲۹مې نېټې د اورګاډيو له لارې د مسافرينو د تګ راتګ شمېر له ۲۰ميليونو څخه اوښتی و او لوړ ريکارډ يې جوړ کړی دی.