ترکیې ۲۰ کسان په ترهګریزو کړنو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي
CMG2023/10/03 10:36:45
شريکول:

د تركيې كورنيو چارو وزير علي يرليكايا د اکتوبر په دوهمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې د هېواد په څو سيمو کې پراخ عمليات کړي او په ترهګريزو کړنو کې د لاس لرلو په تور يې ۲۰ مشکوک کسان نيولي دي.

نوموړي ويلي، چې ترکي ځواکونو د استانبول په ګډون په ۲۶ ځایونو کې عملیات ترسره کړي او د ترکیې د خلکو ډیموکراتیک ګوند د غړو په ګډون یې شل کسان نیولي دي.

علي يرليكايا ويلي، چې ياد شل کسان يې ترهګرو ډلو ته د پټنځایونو او نورو اسانتیاوو د برابرولو په تور نیولي دي.