نړيوال بانک: سږکال به د ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ انډول ۵ سلنه وي
CMG2023/10/03 11:34:36
شريکول:

نړيوال بانک د اکتوبر په لومړۍ نېټې د ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي وضعيت راپور خپور کړی او په روان کال کې يې د دغې سيمې د پرمختيايي هېوادونو د اقتصادي پرمختګ انډول ۵ سلنه ښودلی دی.

د نړيوال بانک د ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې لومړی اقتصاد پوه اديتيا ماټو ويلي، که څه هم په ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې کې اقتصادي پرمختګ ورو شوی، خو دغه سيمه لا هم په نړۍ کې د چټک پرمختګ له سيمو څخه ده او د چين د اقتصادي پرمختګ وړتيا به دوام ومومي.

نوموړي زياته کړې، چې چين په نويو توليدي صنايعو کې د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړی او د مستعدو وګړو د روزلو لپاره يې ډېرې هڅې کړې دي، چې په دې سره يې د اقتصادي پرمختګ بالقوه ځواک خپل کړی دی.