دوو ساينسپوهانو د ۲۰۲۳م کال د فيزيولوژۍ او درمل نوبل جايزه وګټله
CMG2023/10/03 14:38:42
شريکول:

د سويډن کارولينسکا انسټيټيوټ د اکتوبر په ۲مې نېټې د ۲۰۲۳م کال د فيزيولوژۍ او  درمل نوبل جايزه دوو ساسينسپوهانو کاتالین کاريکو او ډریو وېسمن ته ورکړه.

د سويډن کارولينسکا انسټيټيوټ د اېم ار اېن اې (mRNA) د علمي څېړنې په برخه کې د يادو دوو ساسینسپوهانو هڅې ستايلي او ويلي يې دي چې علمي څېړنو يې د کرونا ضد mRNA واکسين د جوړولو چارې ډېرې چټکې کړې دي.

د سويډن کارولينسکا انسټيټيوټ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې يادو دوو ساینسپوهانو د  اېم ار اېن اې (mRNA) او د معافيت سيستم ترمنځ د اړيکو په اړه نوی معلومات پيدا کړي او دغه برياليتوب يې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د  mRNA واکسين د جوړولو لپاره ډېر مهم بللی دی.