د امریکا د استازو جرګې غړي مټ ګیټز د اکتوبر په دوهمې نېټې کانګرېس ته وړانديز کړی، چې د دغې جرګې مشر کیون مک کارتي استضاح کړي.
کیون مک کارتي، چې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی دی، د سپټمبر د ۳۰مې نېټې په شپه د فډرالي ادارو د تړل کېدو د مخنيوي په پار د لنډمهاله بودجې طرحه تصويب کړې، چې د نوموړي دغه اقدام د سخت دريځو جمهوري غوښتونکو غوسه را پارولې ده.
استازو جرګه ممکن په راتلونکو څو ورځو کې کیون مک کارتي استضاح کړي.