چين نه يوازې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ هڅوونکی بلکې پلي کوونکی هم دی
CMG2023/10/04 15:28:02
شريکول:

د انسانانو برخليک روښانه دی، خو روښانه راتلونکی به په اتوماتيک ډول رانشي. که د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه اباده کړو، لومړی بايد ټينګه اراده ولرو چې کليدي برخه يې مسؤليت او عملونه پرغاړه اخیستل دي.

چين نه یوازې د انسانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ هڅوونکی دی بلکې په دې برخه کې پلی کوونکی هم دی. له لسو کلونو راهيسې چين نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ لپاره ډېرې هڅې کړې بلکې د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه يې هم وړاندې کړي او د دغو وړانديزونو د پلي کولو لپاره يې هم هلې ځلې کړې دي. دغه هېواد  په ټينګې ارادې سره له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د دایمي سولې د رامنځته کېدو لپاره ځواکونه راغونډ کړي، د خونديتوب د ساتلو لپاره يې ګټور چاپېريال برابر کړی، د ګډ پرمختګ او يو د بل له تمدن څخه د زده کړې خوځښت يې راوړي او د ايکولوژيکي چاپېريال ساتنې لپاره يې ډېر تدبيرونه نيولي څو  د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خدمتونه وکړي.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ يوه ښه بېلګه ده او د دې وړانديز په وړاندې کولو سره چين د نړيوالو لپاره هغه نړيوال عامه توليدات او همکاريز ډګر برابر کړی چې د هر کلي وړ ګرځېدلي دي. د ۲۰۲۳ کال تر جولای پورې په نړۍ کې درې څلورمه برخه هېوادونو او څه باندې ۳۰ نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په هکله همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. له لسو کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د وړانديز په پلي کولو سره اړوندو هېوادونو پرمختګ موندلی او خلک يې هم ترې برخمن شوي دي. د چين او لاوس ترمنځ د ريل پټلۍ په شمول ځينو لویو پروژو د ځايي اقتصاد او ټولنې د پرمختګ انجين متحرک کړی دی. په تېرو لسو کلونو کې د چين او اروپا ترمنځ تګ راتګ زیات شوی، د دواړو خواوو ترمنځ اورګاډي ۷۷ زرو ته او لېږدول شوي مالونه يې ۷ اعشاريه ۳۱ میليونه کانټينرونو ته رسېدلي دي. دغه اورګاډو د نړيوالې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په برخه کې د مهم پل په څېر رول لوبولی دی. د لو بان ګونګ فانګ په نوم د لاسي خونو په جوړېدو سره د څه باندې شلو همکاريزو هېوادونو زياتو ځوانانو مسلکي مهارتونه خپل کړي دي. د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د وړاندیز په رڼا کې چين له نورو هېوادونو سره پرمختيایي فرصتونه شريکولی شي او ګډ پرمختګ يې هم موندلی دی.

پرمختګ د امنيت او تمدن مادي بنسټ دی. چين د نړيوال پرمختګ وړانديز وکړ او د دې لپاره يې ډېرې هڅې کړې څو د پرمختيایي ستونزو د لرې کولو او د نړيوالو پرمختيایي چارو د بيا سمسورتيا لپاره خپل خدمتونه وکړي. د دې وړانديز تر ټولو اصلي موخه د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا د پلي کولو چټکتيا، تر ټولو کليدي برخه يې د خلکو ګټو ته ارزښت ورکول، تر ټولو مهمه مفکوره يې د نړيوال پرمختګ لپاره د يووالي، مساوات، برابرۍ او ټولشموليت او ګډو ګټو په بڼه د همکاريزو اړيکو هڅول دي او تر ټولو کليدي تدابیر یې د عملونو له لارې د قوي، زرغون او سالم نړيوال پرمختګ د پرمخ بېول او د نړيوال پرمختتګ د ټولنې ابادي ده.

امنيت او خونديتوب د پرمختګ او تمدن بنسټيز مخکنی شرط بلل کېږي. چين د نړيوال امنيت د وړانديز په عملي کولو سره د ګډ او نړيوال امنيت د ساتلو لپاره د خلکو باور پيدا کړی دی.

 له ډېرشو کلونو راهيسې چين څه باندې شلو هېوادونو او سيمو ته له پنځوس زرو څخه زيات سوله ساتونکي لېږلي دي. په عين وخت کې يې د کشالو د لرې کولو، د سولې د پرمخ بېولو، د سعودي عربستان او ايران ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د اعاده کولو او د نړيوالو او سيمه يیزو مسئلو د حل وفصل لپاره هم ډېرې هلې ځلې کړې دي. سربېره پردې چین هم په فعاله توګه د ترهګرۍ ضد د مبارزې، د عامه روغتيا، ډيجيټلي چارو، بيولوژيکي امنيت او له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخو کې له بېلا بېلو خواوو سره د همکاريو د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې دي. له دغو عملونو څخه ښکاري چې چين د يو لوی هېواد په توګه د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره خپله دنده پر غاړه اخيستې ده. د نړيوالو شخصيتونو په اند د نړيوال امنيت وړانديز د نړيوال امنيتي جوړښت په برخه کې تشه ډکه کړه او د چين له دې وړانديز څخه څرګندېږي چې چين د نړيوالې سولې او امنيت ساتونکی دی.

تمدن د پرمختګ او امنيت په برخه کې د ملا تیر په څېر رول لوبوي. چين د نړيوال تمدن وړانديز کړی او يو د بل له تمدن څخه د زده کړې کولو او د پرانيستې او ټولشمولې نړۍ د ابادۍ لپاره يې هم خوځنده ځواک پيدا کړی دی.

د انسانانو برخليک به روښانه وي، خو روښانه راتلونکی به په اتوماتيک ډول رانه شي. چين به د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې د ابادۍ بيرغ په پورته کولو سره د دايمي سوله ييزې، امنيتي، ګډې سمسورې، پرانيستې او ښکلې نړۍ د ابادۍ لپاره له اړوندو خواوو سره يو ځای ګډې هلې ځلې وکړي.