روسیه: د کمربند او لارې ګډه ابادي د اسیا او اروپا د لويې وچې د پرمختګ له بهیر سره سمون لري
CMG2023/10/04 10:47:13
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف د اکتوبر په ۲مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د کمربند او لارې ګډه ابادي د اسیا او اروپا د لويې وچې د پرمختګ له بهير سره سمون لري او روسيه نړيوالو همکاريو د کمربند او لارې د نړيوالو همکاريو ۳م سرمشريز فورم ته سترګې په لار ده.

سیرګي لاوروف په همدې ورځ په سوچي ښار کې رسنيو ته يادې څرګندونې کړې دي.

نوموړي ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د تګ راتګ د پياوړتيا لپاره کوښښونه کوي او د ټرانسپورټ او ماليې په برخو کې يې د همکاريو امکانات ډېر پراخ یاد کړي دي.