د ډېرو هېوادونو شخصيتونو د هانګجو اسيايي لوبې ستايلي
CMG2023/10/04 10:59:35
شريکول:

د اسيا د ۱۹م پړاو لوبې اوسمهال د چين په هانګجو ښار کې روانې دي.

د ډېرو هېوادونو سپورټي چارواکو، لوبغاړو او خبريالانو له چين ميډيا ګروپ سره په خبرو کې د دغو لوبو د بشپړو انتظامي چارو لوړه ستاينه کړې ده.

دوی ويلي، چې چين نړۍ ته ښايسته اسيايي لوبې ننداره کړي او اسيا ته يې د پرمختګ او يووالي د هڅولو قوت برابر کړی دی.

د المپيک اسيايي شورا مرستيال او د پاکستان د المپيک کمېټې مشر عاريف حسن د هانګجو اسيايي لوبې د اسيايي هېوادونو لپاره د سپورټي سويې د لوړوالي او کلتوري تبادلې د پياوړتيا ښه ډګر ياد کړی او په وينا يې، دغو لوبو د پاکستاني لوبغاړو د تجربو د زياتوالي لپاره ارزښتناک فرصت برابر کړی دی.

د افغانستان د ورزش او بدني روزنې ادارې وياند اتل مشواڼي د هانګجو اسيايي لوبې له دوستۍ او همغږۍ ډکې او مالامالې بللي او په وينا يې، دغو لوبو نړۍ ته د سولې او يووالي پيغام ورکړی دی.

 نوموړي د دغو لوبو د بشپړو تاسيساتو او مهربانه رضاکارانو ستاينه هم کړې ده.