د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په درېيمې نېټې د مالديو نوي ولسمشر محمد مويزو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او په چارو کې يې ورته د بريا هيله ښودلې ده.
نوموړي په پيغام کې د چين او مالديو لرغونې دوستۍ ته هم اشاره کړې او دواړه یې يو د بل همکار او ملګري هېوادونه ياد کړي دي.
شي جين پينګ د چين او مالديو د اړيکو پرمختګ ستایلی او هيله يې ښودلې، چې له ولسمشر محمد مويزو سره يو ځای د دواړو هېوادونو دوديزې دوستۍ ته کار وکړي او خپلمنځي همکارۍ ورسره ژورې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزو دوستانه همکاريزو اړیکو ته نوې وده ورکړي.