د ګيريباس او چين ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري
CMG2023/10/04 11:04:01
شريکول:

د ګيريباس ولسمشر مانېتي ماماو د اکتوبر په ۳مې نېټې ويلي، چې د دغه هېواد او چین ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکی لري او هيله يې ښودلې،‌ چې دواړه خواوې خپلمنځي اړيکو ته ښه وده ورکړي.

په ګيريباس کې د چين سفير جو لي‌ مين په همدې ورځ د ګيريباس په پلازمېنې تاراوا کې د دغه هېواد ولسمشر مانېتي ماماو ته خپل باورليک سپارلی دی.

ماماو ويلي، چې ګيريباس او چين د خپلمنځي رسمي اړيکو د بيا ټينګېدو د ۴ کلونو په درشل کې په روغتيا، تعليمي، اساسي تاسيساتو او کلتوري تبادلو کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او ټينګ ملاتړ ترې کوي او په وينا يې، دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې خپلمنځي همکارۍ زیاتې کړي او د اړيکو د پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.