د جاپان کيودو نيوز اژانس خبر ورکړی، چې د توکيو برېښنا شرکت د اکتوبر په ۳مې نېټې سمندر ته د فوکوشيما لومړي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو د ايستنې دوهم پړاو پلان په اړه پوره چمتوالی نيولی دی.
خبر وايي، چې د توکيو برېښنا شرکت به په اټومي ککړو اوبو کې د تريتيوم (Tritium) اندازه مشخصه کړي، که اندازه يې له( تش په نوم) معيار سره سمون ولري، نو د اکتوبر په ۵مې نېټې به سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستنې دوهم پړاو پيل کړي.
د توکيو برېښنا شرکت په دوهم پلان کې د اټومي ککړو اوبو عمومي اندازه ۷ زره او ۸۰۰ ټنه ښودل شوې، چې په ۱۷ ورځو کې به یې سمندر ته خوشې کړي.