چین د نړۍ لپاره ډېر سمندري توکي برابروي
CMG2023/10/04 10:41:51
شريکول:

چين د سمندري ځواکمن هېواد د ابادۍ په بهير کې په نړیوالې سمندري حکومتوالۍ کې فعال ګډون لري او ډېر نړیوال سمندري توکي برابروي.

د چین د طبيعي زېرمو وزارت يوه چارواکي په دې وروستيو کې ويلي، چې  هېواد يې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د نړيوالې سمندري حکومتوالۍ په ميکانيزم کې فعال ګډون لري او د ژورو سمندري کانونو د استخراج او د سمندري ژويو د تنوع ساتنې د مقرراتو په جوړولو کې رغنده رول لوبوي.

ياد چارواکي ويلي، چې د چين وړانديز «د کمربند او لارې د ابادۍ په بهیر کې د سمندري همکارۍ نظریې » ګټورې پايلې تر لاسه کړي او ګاونډيو هېوادونو يې « د جنوبي سمندرګي او شاوخوا سيمو د نړيوالو همکاريو  پلان» ته مثبت ځواب ورکړی دی.

چین د سمندر د ګډ برخلیک ټولنې د مفکورې له مخې، له پورتګال، اروپايي ټولنې، سيشلز سره د سمندري همکاریزو اړیکو د جوړولو په اړه بين الحکومتي سندونه لاسليک کړي او اړوندو هېوادونو او سیمو ته يې ډېر نړیوال سمندري عامه توکي برابر کړي دي.