نوی ډيلي: کاناډا بايد په يوې اوونۍ کې له هندوستانه دوه پر درېيمه ډيپلوماټان وباسي
CMG2023/10/04 11:03:03
شريکول:

په کاناډا کې د سیکانو د يوه مذهبي مشر هارديپ سینګ نيجار د وژل کېدو له امله د دغه هېواد او هند ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي او هند تازه له کاناډا څخه غوښتي، چې په يوې اوونۍ کې له دغه هېواده دوه پر درېيمه ډيپلوماټان وباسي.

سرچېنه وايي، چې هند له کاناډا څخه غوښتي، چې د اکتوبر له لسمې نېټې مخکې بايد خپل ۴۰ ډيپلوماټان له دغه هېواده وباسي او که دغه ډيپلوماتان په ټاکلي وخت له هند څخه ونه وځي، نو هغه به په دغه هېواد کې د ډيپلوماټيک مصئونيت حق ونه لري.

کاناډا اوسمهال په هند کې ۶۲ ډيپلوماټان لري او اړه ده، چې لږ تر لږه ۴۱ ډيپلوماتان له دغه هېواده وباسي.

په کاناډا کې د سيکانو يو مذهبي مشر هارديپ سینګ نيجار د سږ کال په جون کې په مرموز ډول ووژل شو او د دغه هېواد صدراعظم جاسټين تروديو د سپتمبر په ۱۹مې نېټې د دې پېښې تور په نوي ډيلي ولګاوه، خو هند دغه تور بې ځايه او بې بنسټه بللی دی.

دغې پېښې د کاناډا او هند اړيکې تاوجنې کړي او دواړو هېوادونو د ډيپلوماتانو د شړلو پرېکړې کړې دي.