د افغانستان د المپیک ملي کمېټې اجراییه رییس داد محمد پایند اختري
CRI2023/10/04 18:48:51
شريکول:

په دې لوبو کې ګډون زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. ځکه تاسو خپله پوهېږی چې افغانستان خپلې ستونزې لري، په ځانګړې توګه ځینې بندیزونه چې پر افغانستان باندې لګېدلي دي، د افغانستان د ورزش برخه هم خپلې ستونزې لري، خو له دې ستونزو سره سره موږ راضي او خوښ یو، چې زموږ لوبغاړو په خپل افغاني او اسلامي همت باندې ځینې لوبې ګټلې دي او بریالي شوي دي.

موږ د چین له کوربتوب څخه ډېر خوشاله او مننه کوو، په ډېر ښه ډول یې زموږ مېلمه پالنه او کوربه توب کړی دی، دا خبره یوازې زه نه کوم، بلکې ټول ګډون کوونکي په دې نظر دي. بل دا چې موږ د لوبو له پایلو خوښ یو، څومره مو چې توان درلود په هماغه کچه مو تر اوسه پورې لوبې ګټلې دي. موږ تر اوسه پورې پنځه د برونزو مېډالونه ګټلي او قطعي شوي دي، خو هیله لرو چې د نقرې او طلا مډالونه هم تر لاسه کړو.

زما په اند چین د ورزش په برخه کې د زیاتو امکاناتو درلودونکی هېواد، د ورزشي ځایونو له اړخه، د ورزشي لوبغالو له اړخه، یوازنی هیواد چې په دې برخه کې بې برخې دی هغه افغانستان دی، خو له دې سره سره موږ بیا هم د خپلو لوبو له اړخه راضي یو او ښه مقامونه مو ګټلي دي.

موږ غواړو چې د ورزش له لارې له ټولې نړۍ سره ښې اړیکو ولرو. که څه هم چې اوس افغانستان په سیاسي او اقتصادي برخه کې له ستونزو سره مخ دی، خو په دغه ډول سیالیو کې برخه اخیستل موږ ته ښه انګیزه راکوي او روحیه خپلوو. موږ هیله لرو چې ډېر ژر به د افغانستان شته ستونزې هم حل شي.