سږ کال به د نړيوال اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې دوه اعشاريه څلور زيات شي
CMG2023/10/05 11:05:01
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې د اکتوبر په څلورمې نېټې يو راپور خپور کړی او له مخې به يې ښايي د نړيوال اقتصاد سږنی پرمختيايي انډول په سلو کې دوه اعشاريه څلورو ته ورسېږي.

يادې غونډې په همدې ورځ د ۲۰۲۳کال د سوداګرۍ او پرمختګ په راپور کې ويلي، چې سږ کال د برازیل او چين په شمول د ځينو هېوادونو اقتصاد پرمختګ موندلی، خو د نړۍ په زياتره هېوادونو او سیمو کې اقتصادي پرمختيايي سرعت  د تېر کال په پرتله ورو شوی دی.

راپور وايي، په نړۍ کې د پرمختيایي لارو چارو د توپیرونو او د نابرابرۍ پراخوالي په شمول ځيني منفي عوامل شته، چې پر نړيوال اقتصادي پرمختګ يې سيوری غوړولی او نړيوال اقتصاد يې په څلور لاره کې بند پاتې کړی دی.

په راپور کې نړيوالې ټولنې ته وړانديز شوی، چې نړيوال پولي سيسټم اصلاح کړي او بازاري څارنه پياوړې او لا عادلانه نړيوال سوداګريز سيسټم جوړ کړي.