د جاپان د توکيو برېښنا شرکت د اکتوبر په ۵مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۳۰ دقيقو، سمندر ته د فوکوشيما لومړي برېښناکوټ د اټومي ککړو اوبو د ايستنې دوهم پړاو پيل کړ.
ياد شرکت پلان لري، چې د دوهم پړاو د پېل په ۱۷ ورځو کې ۷ زره او ۸۰۰ ټنه اټومي ککړې اوبه سمندر ته خوشې کړي.
د مالوماتو له مخې، د جاپان د فوکوشيما په لومړي برېښنا کوټ کې څه باندې يو ميليون او ۳۰۰ زره ټنه اټومي ککړې اوبه زېرمه دي، چې اوس يې سمندر ته د يادو اوبو د خوشې کولو چارې پېل کړي او د ګڼو هېوادونو اندېښنې يې راپورته کړې دي.