د تايلنډ د بانکاک سيام باراګون تجارتي مرکز کې د اکتوبر په درېيمې نېټې د ډزو پېښه وشوه، چې له امله يې اووه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د تايلنډ صدراعظم سريتا تاويسين د اکتوبر په څلورمې نېټې د يادې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې او په ټول هېواد کې يې د ټوپکونو د کنټرول اعلان کړی دی.
د تايلنډ پوليسو د اکتوبر په درېيمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په همدې ورځ د ماسپښين په څلورو بجو او شلو دقيقو د بانکاک سيام باراګون تجارتي مرکز کې د ډزو پېښې له امله لږ تر لږه دوه تنه مړه او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
پولیسو ويلي، چې د يادې پېښې په تړاو يې یو تنکی ځوان نيولی دی.
په تايلنډ کې د چين سفارت د همدې ورځې په ماښام خبر ورکړی، چې په يادې پېښې کې يوه چيني ښځه مړه او يو بل ټپي شوی دی.