د فليپين د داواو اوسيدينټال ولايت په جنوب ختیځ سمندر کې د اکتوبر د ۴مې نېټې په شپه د ریکتر په کچه ۶،۴ درجې زلزله شوې ده.
د فليپين حکومت تر اوسه د دې لزلزلې د مرګژوبلې او مالي زيانونو په اړه کوم راپور نه دی ورکړی.
د فليپين د اتشفشان او زلزلې څېړنيز انسټيټيوټ ويلي، چې دغه زلزله د اکتوبر په ۴مې نېټې د شپې په ۷ بجو او ۲۱ دقیقو شوې او د زلزلې مرکز يې د داواو اوسيدينټال ولايت د سارنګاني ټاپو جنوب ختیځ ته په ۶۶ کيلو مترۍ سمندري سیمه کې ياد کړی او ژوروالی يې ۱۳۹ کیلومتره ښودلی دی.
فیلیپین د ارام سمندر د اتشفشان او زلزلې په دایره کې موقعیت لري، چې کله کله پکې زلزلې رامنځته کيږي.