ترکي ځواکونو د عراق په شمال کې د کورد کارګرو ګوند د وسله والو پر موخو د هوايي بریدونو نوی پړاو پیل کړی
CMG2023/10/05 10:23:07
شريکول:

د ترکيې دفاع وزارت د اکتوبر په ۴مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو يې د عراق په شمال کې د کورد  کارګرو ګوند د وسله والو پر اهدافو د هوايي بريدونو نوی پړاو پيل کړی او په لومړيو کې يې لسګونه هدفونه له منځه وړي دي.

اعلاميه وايي، ترکي ځواکونو د همدې ورځې په شپه د عراق په شمال میتینا، قندیل او څو نورو سیمو کې هوايي بریدونه کړي او د وسله والو د ګودامونو په ګډون یې ۲۲ هدفونه ویجاړ کړي او ګڼ شمېر ترهګر یې وژلي دي.

د ترکیې کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې په يوې اعلاميې کې ویلي وو، چې په ډي اېن اې(DNA) ټېسټ کې يې موندلې، چې د انقرې برید کې ښکېل ۲ بريدګر د کورد کارګرو ګوند غړي دي.