د جاپان د ښوونې او ساينس وزارت د اکتوبر په څلورمې نېټې د يوې پلټنې د پايلې راپور خپور کړی، چې له مخې يې، تېر کال د دې هېواد په ابتدايي او منځنيو ښوونځيو او لېسو کې د زده کوونکو ځپونکې پېښې څه باندې شپږ لکه او اتيا زرو ته رسېدلي او دغه شمېر په تاريخ کې نوی ريکارډ جوړ کړی دی.
په راپور کې تېر کال د جاپان په ابتدايي او منځنيو ښوونځيو کې د تائيد شويو ځپونکو او ځورونکو پېښو شمېر ټولټال ۶۸۱ زره ۹۴۸ ښودل شوی، چې دغه شمېر د وړم کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې لس اعشاريه اته زياتوالی ښيي.
راپور وايي، چې په ۲۰۲۲م کال کې په يادو ښوونځيو کې د هغو زده کوونکو شمېر، چې د اوږدې مودې لپاره ښوونځيو ته نه دي تللي، ۲۹۹ زره تنو ته رسېدلی، چې دا بیا د ۲۰۲۱م کال په پرتله په سلو کې ۲۲ اعشاريه ۱ زياتوالی ښيي او دغه شمېر له تېرو مسلسلو لسو کلونو راهيسې د زياتېدو په حال کې بلل شوی دی.