د اروپايي ټولنې کمیسیون څو ورځې مخکې پرېکړه کړې، چې له چین څخه پر وارداتي برقي موټرونو د مرستندويه پیسو په اړه به پلټنې او څېړنې وکړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې اروپايي ټولنې له کافي شواهدو پرته ياده پرېکړه کړې او دا يې د سوداګرۍ نړیوال سازمان له مقرراتو سره په ټکر کې بللې او ټينګ مخالفت يې ورسره ښودلی دی.
د چین او اروپا د اقتصاد او سوداګرۍ ۱۰م لوړپوړی ډیالوګ څه موده مخکې ترسره شو او د چین استازي پکې د اروپايي ټولنې پلټنيز او څيړنيز تدبیرونه د مساوي سوداګرۍ په پلمه د خپلو صنعتي چارو ساتنه وبلله او ويې ويل، چې يادې کړنې به يې، د اروپايي ټولنې په شمول د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځیرونه ویجاړ کړي او هم به د چین او اروپا ترمنځ اقتصادي اړیکې زیانمنې کړي.
(هیله)