چین د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په ۵مې نېټې د سهار په ۸ بجو او ۲۴ دقیقو د سي زيډـ ډي۲(CZ-2D) بار وړونکي راکټ په مټ د لیرې واټن کنټرول ۳۹م نمبر سپوږمکۍ په برياليتوب فضا ته وتوغوله.
چين ياده سپوږمکۍ د دغه هېواد د شين چانګ سپوږمکۍ توغولو له مرکز څخه توغولې او په فضا کې ټاکلي مدار ته رسيدلې ده.
دا د چين سي زيډـ ډي۲(CZ-2D) بار وړونکي راکټ ۴۹۰ دنده وه، چې په برياليتوب يې بشپړه کړې ده.