په ژنیو کې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو په دفترونو کې د چین دایمي استازي چن شو د اکتوبر په ۴مې نېټې د بشري حقونو شورا ۵۴مې ناستې ته د نږدې ۸۰ هېوادونو په استازیتوب وینا کړې او له نړيوالې ټولنې يې د ټولنیز تضمین د بشپړولو او د زړو کسانو د حقونو د ساتلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ويلي، چې سږ کال د بشري حقونو اعلاميې د تصویبېدو له ۷۵مې کلیزې، د ویانا اعلامیې او عملي پروګرام د تصویبېدو له ۳۰مې کلیزې او د مدریډ د زړو کسانو مسئلې په اړه د نړیوال عملي پلان د تصویبېدو له ۲۱مې کلیزې سره برابر دی. په وينا يې، بېلا بېلې خواوې دې د زړو کسانو پر وړاندې د شته ستونزو لیرې کولو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.
ښاغلي چن شو نړيوالې ټولنې ته د زړو کسانو د حقونو د ساتلو په برخه دوه فقره ييز وړانديز کړی دی.
۱ـ نړیواله ټولنه دې د ټولنیز تضمین سیسټم بشپړ کړي.
۲ـ بېلا بېل هېوادونه دې د زړو کسانو د پالنې سیسټمونه جوړ کړي او د بې خنډه تاسیساتو جوړونه دې وهڅوي.
(هیله)