د کوريا جمهوريت د ښاروالیو ټولنې د اکتوبر په ۵مې نېټې په پلازمېنې سیول کې د جاپان سفارت مخې ته مطبوعاتي ناسته ترسره کړې او سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو د ايستنې دوهم پړاو يې غندلی دی.
جاپان په همدې ورځ سمندر ته د اټومي ککړو اوبو د ايستنې دوهم پړاو پيل کړی دی.
يادې ټولنې د جاپان د حکومت ياد پلان غندلی او د کوريا جمهوريت پر حکومت يې غږ کړی، چې له جاپان څخه پر سمندري خواړو بشپړ بنديز ولګوي.
سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو د ايستنې ضد د ملي فعاليت مسئول په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې جاپان بايد سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ايستنه ودروي او غوښتنه يې ترې کړې، چې يادې ککړې اوبه په ځمکې کې خوندي کړي.
په اعلاميې کې ويل شوي، چې سمندر ته د جاپان د اټومي ککړو اوبو د ايستنې پلان به ۳۰ کاله وخت ونيسي او نړيوال باید دغه هېواد تر تعقيب او څار لاندې ونيسي او د سمندري چارو په نړیوالې محکمې کې باید پر جاپان دعوه وکړي.