ترکي ځواکونو په يوې اوونۍ کې ۳۷ ترهګر وژلي
CMG2023/10/06 11:04:38
شريکول:

د ترکيې حکومتي چارواکو د اکتوبر په ۵مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې ترکي ځواکونو په تېرې يوې اوونۍ کې ۳۷ ترهګر وژلي او د عراق په شمال کې يې د ترهګرو په ۵۸ موخو هوايي بريدونه کړي دي او د دې ترڅنګ د ترهګرۍ ضد عملياتو کې يې ۲۴ شکمن ترهګر نيولي دي.

د ترکيې ملي دفاع وزارت چارواکو په همدې ورځ یوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې ځواکونو يې په روان کال کې ۱۳۸۸ ترهګر وژلي دي.

ياد وزارت ويلي، چې ترکي ځواکونو د عراق په شمال کې پر ترهګرو هوايي بريدونه کړي او د دوی د زېرمو، ګودامونو او پتڼځايونو په شمول ۵۸ موخې يې ويجاړې کړې دي.