لي چيانګ به د هانګجو د اسيايي لوبو په پای مراسمو کې ګډون وکړي
CMG2023/10/06 15:10:47
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۶مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې صدراعظم لي چيانګ به د روانې میاشتې په ۸مې نېټې په هانګجو کې د اسيا د نولسم پړاو لوبو په پای مراسمو کې ګډون وکړي.

وانګ ون بين ويلي، چې صدراعظم لي چيانګ به د اسيايي لوبو د پای مراسمو په ترڅ کې د بهرنيو ګډونوالو مشرانو لپاره يوه ځانګړې مېلمستيا هم وکړي او په ځينو فعاليتونو کې به يو ځای ورسره برخه واخلي.