د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د اکتوبر په ۵مې د چین د شي ځانګ په لین جه ښار کې د ټرانس همالیا درېيم فورم په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
په دغو مراسمو کې د مغولستان مرستیال صدراعظم امرسیخان ساينبويان، د نیپال فدرالي کمیسیون مرستیالې رئيسې کوماري اریال او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر سید علي ګیلاني هم ګډون او ویناوې کړې دي.
وانګ يي يادو مراسمو ته په وينا کې ويلي، چې د ټرانس همالیا څنګلوري هېوادونه ورته کلتور او ګډ برخلیک لري او په وينا يې، چین غواړي د ښه ګاونډيتوب په پار د سیمې له هېوادونو سره د پرمختګ تاریخي فرصتونه شریک کړي، د ګډ برخلیک ټولنه ورسره جوړه او د سیمې او حتی د نړۍ د سمسورتیا، ثبات او زرغون پرمختګ لپاره ورسره کوښښونه وکړي.
د فورم ګډونوالو د چین په شي ځانګ سیمې کې د ایکولوژیکي تمدون او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ بریالیتوبونو لوړه ستاینه کړې او ويلي يې دي، چې دغه فورم د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاريو او تبادلو د پياوړتیا او د ګډې سمسورتیا لپاره اغېزمن رول لوبولی دی.
ياد فورم د اکتوبر له ۴مې څخه تر ۶مې پورې د چین د شي ځانګ په لین جه ښار کې تر سره کېږي او د څه باندې ۴۰ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو استازي پکې برخه لري.
(هیله)