ولاديمير پوتين: د کمربند او لارې وړانديز روښانه راتلونکی لري
CMG2023/10/06 11:28:21
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په ۵مې نېټې د دغه هېواد په سوچي ښار کې د يوه فکري مرکز غونډې ته د وينا په ترڅ کې د کمربند او لارې وړانديز ته اشاره کړې او د دغه وړانديز راتلونکی یې روښانه بللی دی.

پوتين په همدې ورځ د روسيې د يوه فکري مرکز په کلنۍ غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.

 نوموړي د سينهوا اژانس خبريال پوښتنې ته د ځواب پر مهال ويلي، چې د چين اقتصاد پرمختګ ساتلی او دغه هېواد لا هم د نړيوال اقتصاد د پرمختګ مهم انجن دی.

پوتين د کمربند او لارې وړانديز راتلونکی روښانه بللی او ويلي يې دي، چې روسيه او چين د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد او د کمربند او لارې وړانديز د پيوستون او ګډو همکاريو په هڅه کې دي.

نوموړي زياته کړې، چې د روسيې او چين ترمنځ همکارۍ د نړيوال وضعيت په ثبات کې مهم رول لري او په وينا يې،  دواړه هېوادونه د خپلمنځي کوچنۍ کړۍ جوړونه نه غواړي، بلکې اړ دي، چې د شاو خواو وضعيت او پېښو ته غبرګون وښيي.