امریکایي ډیموکراسي عادلانه سیاست نشي برلاسی کوی
CMG2023/10/06 14:54:03
شريکول:

د امريکا د استازو جرګې مشر کيوين ماکارسي يوازې د نهو مياشتو لپاره کار کړی او اوس له خپلې دندې څخه ګوښه شوی دی. د اکتوبر په درېیمه نېټه د دې هېواد د جمهوريپال ګوند تر کنترول لاندې د استازو جرګې غړو د ۲۱۰ مخالفو رايو په مقابل کې د ۲۱۶ رايو په ګټلو سره ماکارسي د استازو جرګې د مشرۍ له څوکۍ څخه ويستلی چې همدا د امريکايي خبري رسنيو لپاره د حيرانتيا وړ خبر دی. هغوی داسې ليکلي چې دا کار د امريکا په تاريخ کې بې ساری بلل کېږي او د دې هېواد د استازو جرګه کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو سبب کېږي او د جمهوريپال ګوند له کنترول څخه بهر دی. د امريکا بېلا بېلې ټولنې پردې اندېښمنې دي: له دندې څخه د کیوين ماکارسي په ګوښه کېدو سره، د دې هېواد د دوو ګوندونو ترمنځ مبارزه به سخته شي او سياست ته به نورې ګډوډۍ راوړي او ټولنه به يې نوره هم ټوټه ټوټه شي.

د امريکا په تاريخ کې دا يو بې ساري کار دی چې د استازو جرګې مشر يې له خپلې دندې څخه ګوښه کېږي. خو ماکارسي لومړی همداسې مشر دی. د رايې نتيجې تر خپرېدو وروسته ګڼ وګړي پر دې حيران شوي دي. څرنګه چې د استازو جرګه کې د جمهوريپال ګوند ۲۲۱ څوکۍ نيولي چې شمېر يې د ډيموکراتيک ګوند د ۲۱۲ څوکيو په پرتله زيات دی. خو د جمهوريپال ګوند د اتو غړو د رايو له کبله ماکارسي اړ شوی چې له خپلې دندې څخه ګوښه شي. نو ولې د جمهوريپال ګوند دغه اتو غړو له ماکارسي سره مخالفت ښودلی دئ؟ مستقيم لامل يې د فدرالي حکومت د تړلو د مخنيوي لپاره د لنډمهاله بودجې په هکله د دوو ګوندونو جنجالونه دي.

د امريکا د فدرالي حکومت هر مالي کال د اکتوبر له لومړۍ نيټې څخه پيلېږي. د روان کال له سپتمبر راهيسې د نوي مالي کال د بودجې په هکله د امريکا دوو ګوندونو ترمنځ جنجالونه سخت شوي دي. د ډيموکراتيک ګوند تر کنترول لاندې د مشرانو جرګې او د جمهوريپال ګوند تر کنترول لاندې د استازو جرګې د فدرالي حکومت د تړلو د مخنيوي لپاره په جلا جلا توګه د لنډمهاله بودجې پلانونه وړاندې کړي، خو هيڅ پلان يې نه دی تصويب شوی. د جمهوريپال ګوند مخافظه کارانه ډلې ويلي چې هغوی به نوره لايحه او پلان ونه مني. د سپتمبر په دېرشمه نېټه د استازو جرګې مشر ماکارسي په وروستي وخت کې پرېکړه کړې چې له ډيموکرات ګوند سره په ګډه ياد بېړنی پلان تصويب کړي چې پکې تر زياتې اندازې پورې د فدرالي لګښت د کموالي او د سرحداتو د کنترول د پياوړتيا په هکله د جمهوريپال ګوند د محافظه کارانه ‌ډلې له خوا وړاندې شوي محتوايات شامل نه وو، نو له دې کبله د ده او دغې ډلې ترمنځ تضادونه شدید شوي دي.

د اکتوبر د دوهمې نېټې په ماښام د جمهوريپال ګوند ښي اړخي غړي ګېټس د استازو جرګې د مشر د ګوښه کېدو وړانديز وکړ او لامل يې دا و چې ماکارسي د ډيموکرات ګوند لپاره خدمت وکړ. د استازو جرګې له مقرراتو سره سم غړي يې له مشر څخه غوښتنه کولی شي چې په دوو کاري ورځو کې د ياد وړانديز په هکله رايې ورکړي. که زياتره رايې تر لاسه شي، نو مشر به يې له خپلې دندې څخه ګوښه شي. د جمهوريپال ګوند يادو ښي اړخه اتو غړو د ماکارسي د ګوښه کېدو په بهير کې کليدي رول لوبولی دی.

د ډېرو شنونکو په اند د امريکايي ګوندونو ترمنځ تېز اختلافونه او د ګوندونو ترمنځ د مبارزې سختوالی د ماکارسي د ګوښه کېدو مهم سبب شوی دی. د امريکا په سياست کې ګوندي اختلافونه تل عمده موضوع بلل کېږی او طبيعت يې دا دی چې يوه ګوند د بل ګوند له ټولو کارونو سره مخالفت کوي او په واقعي توګه مسئلې نه حلوي. په وروستيو کلونو کې د دې هېواد ګوندي اختلافونه او مبارزه سخته شوې ده. د ځينو شنونکو په اند دغه مبارزه د کورنۍ جګړې په څېر ده. د ماکارسي له ګوښه کېدو څخه دغه سياسي حالت هم ښکاري.

له بلې خوا د امريکا د استازو جرګې واکمن جوړښت ته په کتو سره د جمهوريپال ګوند په دننه کې د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د نظريو توپيرونه هم د ماکارسي د ګوښه کېدو کليدي لامل شوی دی. د ګوندي اختلافونو د موجوديت له کبله د جمهوريپال ګوند لږ شمېر محافظه کارانه غړو د استازو جرګې د مشر پر ټاکلو اغېزه کړې چې همدا د امریکايي سياست عادي حالت نه دی. که امريکايي سياست د لږ شمېر کسانو د ګټو د ساتلو لپاره خدمت وکړي، نو امريکايي ډيموکراسي يوازې واکمنه لوبه وي او د امريکايي سياستوالو د تش په نامه ډيموکراسي به هم د باور وړ نه وي.