وانګ يي د ټرانس همالیا درېیم فورم په څنډې کې د ځينو هېوادونو له استازو سره وکتل
CMG2023/10/06 11:31:54
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې سیاسي بیورو غړي او د دغې کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر وانګ يي د اکتوبر په ۵مې نېټې د شي ځانګ د ټرانس همالیا درېیم فورم په څنډې کې په جلا جلا توګه د مغولستان له مرستیال صدراعظم امرسیخان ساينبويان، د نیپال فدرالي کمیسیون له مرستیالې رئيسې کوماري اریال، د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سید علي ګیلاني او د افغانستان له سرپرست بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي.

وانګ يي له ښاغلي امیر خان متقي سره د کتنې پر مهال ويلي، چې چین له افغانستان سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او خاورو بشپړتیا ته یې پوره درناوی لري.

نوموړي ويلي، هېواد يې د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د ټولشموله او نرمو تګلارو تمه لري او د ترهګرۍ ضد کلکې مبارزې په برخه کې به ورڅخه دوامدار ملاتړ وکړي او د ښه ګاونډيتوب او د سیمې په اقتصادي همکاريو کې د ګډون په پار به ورسره مرستې وکړي.

امیر خان متقي ویلي، افغانستان له چین سره اړیکو ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي د کمربند او لارې د ګډې جوړونې په همکاريو کې ګډون وکړي او په دغه هېواد کې به د چینایانو ټينګ امنیت وساتي.

 (هیله)