د چين استازي د ملګرو ملتونو په ۷۸مې اسمبلۍ کې د نړيوال امنيتي وضعيت او د اټومي وسلو د کمولو په اړه د خپل هېواد دريځ څرګند کړی
CMG2023/10/06 11:36:56
شريکول:

د اټومي وسلو د کمولو او نړيوال امنيت په چارو کې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې اسمبلۍ د لومړۍ کمېټې د چيني پلاوي مشر او د چين د بهرنيو چارو وزارت د نظامي چارو څانګې رئیس سون شياو بو د اکتوبر په ۵مې نېټې په يوې مباحثوي غونډې کې د نړيوال امنيت د وضعيت او ستراتيژيک ثبات او د اټومي وسلو د کمولو په اړه د چين نظريې او دريځ بيان کړی دی.

سون شياو بو ويلي، چې د نړيوال امنيت په برخه کې د زيرو سم (zero sum) لوبو او د بېلا بېلو ډلو ترمنځ د مقاومتونو په شمول د سړې جګړې مفکورې بيا راپورته شوي او جيوپوليټيک جنجالونه سخت شوي دي، چې د ګردې نړۍ ستراتيژيکې برابرۍ او ثبات ته يې زيانونه رسولي دي.

نوموړي ويلي، چې سږکال د رئیس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د وړانديز له لسمې کليزې سره برابر دی. تاريخ او حقيقتونو دا ثابته کړې، چې نړۍ د ګډ برخليک ټولنه ده. د بېلا بېلو هېوادونو خلک د نړۍ دايمي سولې او امنيت ته په تمه دي.

شي جين پينګ نړۍ ته د امنيت وړانديز کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې د يووالي په روحيه نړيوال شکل اصلاح کړي او د ګډو ګټو په مکفوره دې د امنيت ننګونې حل کړي.

 نوموړي د شي جين پيڼګ ياد وړانديز د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ تطبيق او هم د دايمي نړيوالې سولې د رامنځته کولو لپاره د چين پلان بللی دی.