رويټرز او ايپوس په امريکا کې د اکتوبر په ۳مې او ۴مې نېټې يوه ګډه سروې ترسره کړې او دوه پر درېيمه ګډونوال يې په دې نظر دي، چې د دغه هېواد په کانګرېس کې د جمهوریت غوښتونکي ګوند او ډيموکرات ګوند سياستوال په خپلمنځي اختلافونو بوخت دي او خپلې دندې په عادي توګه نه شي ترسره کولی.
د سروې شاوخوا ۶۴ سلنه ګډونوال په دې اند دي، چې امريکايي سياستوال نه غواړي، چې د ملي ګټو لپاره خپلمنځي اختلافونه څنډې ته کړي.
د امريکا په کانګرېس کې د دواړو ګوندونو غړي د فدرالي حکومت پر بودجې همغږي نه دي او يو لړ جنجالونه يې راپورته کړي دي. دوی د فدرالي حکومت د لګښت د کمولو، اوکراين ته د مرستو ورکولو او د سرحدي کنټرول په مسئلو کې ډېر د نظر توپيرونه لري.