په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون د اکتوبر په ۴مې نېټې يوې غونډې ته ويلي، چې يووالی، همکارۍ او متقابل اعتماد د ملګرو ملتونو د اغېزو، د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو د خونديتوب، د رښتيني څواړخيزم د عملي کولو او د نړيوالو ننګونو ضد د همکاريو بنسټ او مخکښ شرطونه دي.
نوموړي ويلي، چې يووالی، همکارۍ او متقابل اعتماد د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عممومي اسمبلۍ په مباحثوي غونډو او اړوندو لوړ پوړو فعاليتونو کې د ګډونوالو په ويناوو او خبرو کې ډېر ځلې ياد شوي دي او په خبره يې، بېلا بېل هېوادونه بايد د يادو کلېمو ښه تمايل وساتي او د سړې جګړې، د مختلفو ډلو ترمنځ د مقاومات، بادارۍ غوښتنې او دوه ګونو معيارونو له هغو ناوړو کړنو سره باید مخالفت ته دوام ورکړي، چې يووالي او متقابل درناوي ته زيانونه رسوي.