د چین دولت رئیس شي جين پينګ د ۲۰۱۳م کال د سپتمبر په ۷مې نېټې د قزاقستان په نظربایف پوهنتون کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې بېلا بېل هېوادونه دې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د جوړولو لپاره نوښتي همکارۍ وکړي او د يادې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو خلکو ته دې ګټې ورسوي.
د رئيس شي جين پينګ د وړانديز په رڼا کې د چين په لیان یون ګانګ ساحلي ښار کې، چې د قزاقستان له پلازمينې استانې څخه ۴۰۰۰ کيلومتره ليرې دی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د حمل و نقل يو همکاریز مرکز جوړ شوی او دا د کمربند او لارې د ګډې جوړونې وړاندیز د طبيق په درشل کې لومړۍ پروژه بلل کيږي.
يو اورګاډی، چې د قزاقستان ۷۲۰ ټنه غنم پکې بار وو، د ۲۰۱۷م کال د فبرورۍ په ۵مې نېټې، نوموړي مرکز ته ورسېد او وروسته دغه غنم له ليان يون ګانګ بندر څخه د کانټينر وړونکې بيړۍ له لارې ويتنام ته وليږدول شول.
د قزاقستان څېړنيز مرکز د چیني چارو مشرې ګلينار شایمرګ د چین له لیان یون ګانګ بندر سره د قزاقستان د همکاريو پرېکړه ډېره مهمه بللې او په وينا يې، قزاقستان د يادو همکاريو پر مټ ارام سمندر ته د تګ لاره پيدا کړې ده.