د خيوا لرغوني ښارګوټي بيارغونه
CMG2023/10/06 16:24:41
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پینګ په ۲۰۲۲م کال کې له ازبکستان څخه په درېيمې رسمي لېدنې کې د دغه هېواد ولسمشر شوکت ميرزا يوف ته ځانګړی چيني سوغات ډالۍ کړ.

په دغه ځانګړي سوغات د چين او ازبکستان په ګډې همکارۍ د بيارغول شوي خيوا ښارګوټي بڼه انځور شوې ده.

د خيوا لرغوني ښارګوټي بيارغونه په منځنۍ اسيا کې د کلتوري ميراثونو د ساتنې لومړی چيني پروګرام دی.

د دغه ښارګوټي ځينې لرغونې ودانۍ د تاريخ په بهیر کې ډېرې ويجاړې شوې وې، خو د چين او ازبکستان د شپږ کلنو هڅو په رڼا کې د دغه ښارګوټی رښتينې بڼه او ارزښتناک تاريخي اصل ښه ساتل شوی دی.

چين د تېرو لس کالونو په درشل کې د يو کمربند او يوې لارې له ۱۷ ګډونوالو هېوادونو سره د ارکيولوژۍ په برخه کې ۳۳ پروګرامونه تر سره کړي او د تاريخي ميراثونو بيارغونې ته يې فعاله وده ورکړې ده.