د اروپایي ټولنې مشران د کډوالو مسئلې په اړه یووالي ته ونه رسېدل
CMG2023/10/07 10:30:15
شريکول:

 

د اروپايي ټولنې مشرانو يوه ورځنۍ غير رسمي غونډه د اکتوبر په ۶مه د هسپانيا په ګراندا ښار کې پای ته ورسېده. برخه والو مشرانو په ياده غونډه کې د اروپايي ټولنې د اوږدې مودې ستراتيژۍ، د دغې ټولنې د غړو شمېر د زياتوالي او د کډوالو چارو په برخو کې سلامشورې وکړې، خو د کډوالو  اړوند مسئله کې د نظر يووالي ته نه  ورسېدل.

د اروپايي ټولنې مختلفو غړو هېوادونو په دغه غير رسمي غونډه کې د کډوالو مسئلې په اړه زيات بحثونه  وکړل، خو تر دغې غونډې وروسته په خپره شوې ګراندا اعلاميه کې اړوند محتويات  خپاره نشول.  د یادولو ده،‌ چې  د اروپايي شورا رئيس چارليس ميشل د کډوالو په اړه يوه خپلواکه بيانيه خپره کړه.