د نيپال صدراعظم: هيله ده کمربند او لار نيپال د سيمې د وصل په نقطې بدل کړي
CMG2023/10/07 15:37:25
شريکول:

د نيپال صدراعظم پراچاندا پدې وروستیو کې په بېجينګ کې  چين ميډيا ګروپ ته په ځانګړې مرکې کې وويل، چې نيپال او چين ژورې او ټينګې اړيکې ساتي، هرڅنګه چې نړيوال وضعيت بدلېږي، هېواد يې له چين سره د دوستانه اړيکو په اړه دريځ نه بدلوي. نوموړي هيله وښوده چې، د کمربند او لارې د ابادۍ چارې دوام ولري او ژرترژره نيپال چې په وچې کې راګير هیواد دی، د سيمې د وصل په نقطې بدل کړي.

پراچاندا څو ورځې وړاندې د چين د جه جيانګ ولایت په هانګ جو ښار کې د نولسم پړاو اسيايي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی و او د چين له دولت رئیس شي جین پينګ سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه د نظريو تبادلې وکړې.

نوموړي د اسيايي لوبو په اړه وویل، چې چين د روانو لوبو پر مهال د علمي پرمختګ  لوړه سويه ښودلې او دغه لوبې د اسيايي هېوادونو د خلکو د يووالي او د سيمې د سمسورتيا او پرمختګ لپاره ډېرې ګټې لري.