د چین د هيمالايا په چاپېر نړيوالې همکارۍ ۳م فورم په شيځانګ کې تر سره شو
CMG2023/10/07 14:05:48
شريکول:

د چین د هيمالايا په چاپېر ۳م فورم د اکتوبر له ۴مې څخه تر ۶مې پورې د شيځانګ کورواکې سیمې په لین جه ښار کې  جوړ شو. د څه باندې ۴۰ هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو استازو په دغه فورم کې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې او د پرمختګ او همکارۍ په شمول د ځینو موضوعاتو په اړه ژور بحثونه وکړل او د سیمې هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ د هڅونې او د ګډې سمسورتیا د پرمخبېولو په برخو کې يې د دغه فورم د رول  ډېره ستاینه وکړه.

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي، د دغې کمېټې د بهرنیو چارو دفتر مشر او خارجه وزير وانګ يي د یاد فورم په څنډې کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

وانګ يي وویل، چین او افغانستان دواړه د هيمالايا په چاپېر واقع دي او يو د بل ګاونډيان هم دي. دواړه خواوې د دې فورم په مټ خپلمنځي همکارۍ نورې پياوړې کوي، د ایکولوژيکي چاپېریال ساتنه او د دوامدار پرمختګ او د وګړیو ژوند د سویې لوړتیا په ګډه  پرمخ بیایي.

نوموړي په اشارې وویل، چې افغانستان سږ کال د ۱۹مې دورې اسیايي لوبو کې فعال ګډون کوي، چې د چین په هانګ جو ښار کې  روانې دي او څه دپاسه سلو افغان لوبغاړو د دغو لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون کړی او د ټولو نندارچیانو لخوا یې تود هرکلی  شوی. له دې څخه، د افغانستان پرانیستې او ټولشموله رویه ښکاره شوه.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، چې چین تل له افغانستان سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او د افغانستان خپلواکۍ، حاکمیت او خاورو بشپړتیا ته یې پوره درناوی لري. چین به هېڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې و نه کړي،  او په افغانستان کې يې هېڅکله خپلې شخصي ګټې نه دي لټولي. چین  هیله لري، چې افغان وګړي ارام او نېکمرغه ژوند ولري او افغانستان په نړیوالو چارو کې رغنده رول ولوبوي. هېواد يې د پخوا په شان په دوامداره توګه د افغانستان له لنډ مهالي حکومت څخه د ټولشموليت، نرمې حکوتوالۍ او ترهګرۍ ضدڅخه ملاتړ  کوي او د افغانستان د ګاونډيانو د همغږۍ ميکانيزم په شمول د چينالونو له لارې به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د  ګاونډیو اړیکې ټينګې کړي او د سیمې په اقتصادي همکاريو کې مثبت ګډون وکړي.

وانګ يي تمه وښودله، چې افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکوي او په دغه هېواد کې دې د ختيځ  ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې (ETIM)د پوره له منځه وړلو لپاره اغېزمن تدبیرونه ونیسي.

ښاغلي امیر خان متقي په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو له ګډون سره د چین له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه. هغه افغانستان ته د چین نوي سفیر د رسېدو هرکلی وکړ او ويې ویل، چې دا به د دواړو خواوو اړیکو د نور ټينګښت لپاره ګټور ګام وي. افغانستان له چین سره اړیکو ته په درنه سترګه ګوري او هیله لري، چې د کمربند او لارې په ګډه جوړونه کې فعال ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ګڼ شمېر کارونه ترسره کړي دي، پر چین امنیتي ګواښونه ځاني ننګونې بولي او د افغانستان په دننه کې  د چین پر امنیت او ثبات ګواښونکي فعاليتونو ته هېڅ اجازه نه ورکوي. افغانستان به په خپل هېواد کې د چینایانو امنیت جدي وساتي.

د هيمالايا په چاپېر سيمه په نړۍ کې د سمندري سطحې تر ټولو لوړ جګوالی لري او دلته زیات نفوس،  بېلا بېل تمدنونه او ایکولوژیکي ډولونه موجود دي.

په یاد فورم کې ګډونوالو وویل، نړیوالو مشهورو کارپوهانو د دې سیمې د متمدن  او ایکولوژيکي چاپېریال جوړونه، د اقلیمي بدلون سره د نړیوالې مبارزې او د حیواناتو د تنوع ساتنې په شمول ځینو برخو کې تبادلې او بحثونه  وکړل، چې د چین په شي ځانګ سیمه کې د ایکولوژیکي چاپېریال ساتنې حالت د ورپېژندنې لپاره يې یوه کړکۍ  پرانیسته.