د شانګهای د ۳۴مې دورې ګرځندوی فیستوال په ترڅ کې مصرفي لګښتونه له ۸۸.۶ ملیارډو یوانو سره زيات شوي
CMG2023/10/07 12:28:42
شريکول:

عکس: د شانګهای د ګرځندوي فيستوال پرانيستونکی مراسم

د  شانګهای د ښاروالۍ د کولتور او  ګرځندوی ادارې د اکتوبر ۶مې د معلوماتو له مخې، د شانګهای د ۳۴مې دورې سيلانۍ فیستوال، چې څه دپاسه ٢٠ ورځې يې دوام وکړ، په ترڅ کې یې ۳۸۴۶۸ زره سيلانيان راجلب کړل، چې مصرفي اندازه یې ۸۸.۶ ملیارډو یوانو ته رسېږي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪۱۳.۵ زیاتوالی ښیي. نړیوالې کلتوري چارې، ګرځندوی، نندارتونونه او سیالۍ د مصرف د زیاتولو لپاره خپل رول پراخوي.

د شانګهای د سږني  ګرځندوی فیستوال د سپتمبر له ۱۶مې څخه د اکتوبر تر ۶مې نېټې پورې دوام درلود. د تازه شمېرو له مخې، د شانګهای د هوټلونو د کرایې کچه ۵۹ سلنه وه، چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زياته شوې. د عمده انلاين پلاتفورمونو او مهمو تصديو له خوا د اړوندو مصرفي فعاليتونو پلورونکې ګټې ۴.۰۱ ملیارده یوانو ته اوښتې دي.