د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اکتوبر په پنځمه نېټه وویل، چې د تش په نامه د اصولو پر بنسټ نظم د استعماري مفکورې ښکارندويي کوي.
پوتين په همدې ورځ د دې هېواد په جنوب سوچي ښار کېپه يوې غونډې کې ويلي، چې لوېديځ هېوادونه په تېره بيا امريکا تل غواړي، چې د نړيوالو قوانینو پر ځای له نظم څخه استفاده وکړي. هغوی په خپله خوښه اصول ټاکلي او له نورو هېوادونو څخه يې هم غوښتنه کړې، چې د دغو اصولو مراعات کړي. له همدغو کړنو څخه استعماري مفکوره ښکاري. هغه زياته کړې، چې استعماري زمانه ختمه شوې او لوېديځ هېوادونه دې غرور پرېږدي. د راتلونکې نړۍ په اړه بايد د ټولو ګډون کوونکو له خوا پرېکړه وشي او داسې به نه وي، چې يو هېواد به د نورو هېوادونو لپاره پرېکړه کوي.